IQNA

   د حضرت فاطمةالزهرا(س)نیکمرغه زوکړې کلیزه،په ايران کې د مور او میرمنې ملي ورځ لمانځل کیږي

14:31 - December 10, 2025
د خبر لمبر: 3492142
ایکنا – ايرانيان د حضرت فاطمة الزهرا (س) له زوکړې سره هم‌مهاله،د پراخو کلتوري، مذهبي او ټولنيزو پروګرامونو له لارې، د ښځې او مور لوړې مرتبې ته درناوی کوي.

یکنانیوز دپارس ټوډې له قوله راپور راکړی، د ايران  په اسلامی جمهوریت کې د حضرت فاطمة الزهرا (س) د زوکړې د کلیزې په مناسبت «د ښځې ورځ» او «د مور ورځ» لمانځل کېږي. 

په راپور کې وئيل شوي دي، دا ورځ د ايرانيانو لپاره د ښځې د کرامت، د مور د لوړ مقام او د کورنيو د عاطفي او معنوي تړاو نښه ده. دا ورځ په ايراني کلتور کې يوازې يو مذهبي جشن نه دی، بلکې په يوه پراخ ملي او ټولنيز دود بدله شوې، چې له کورونو تر ښارونو او له جوماتونو تر کلتوري او ورزشي مرکزونو پورې خپرېږي او په ايراني ټولنه کې د ښځې ارزښت په ښکلي بڼه انځوروي.

د کورنيو په فضا کې خلک د ميندو ليدلو،هغوی ته د ډالیو ورکولو، د مشرانو ښځو قدرونې او د صميمي ناسته‌پاستو له لارې، تر بل هر وخت زيات د مور د رول درناوی کوي. ښوونځي او پوهنتونونه هم د غونډو، سياليو، د فعالو ښځو د ستاينې او تعليمي ورکشاپونو په برابرولو سره، دغه درناوی د ځوان نسل په منځ کې پياوړی کوي؛ تر دې چې د همدې اونۍ په ورځو کې،د ښارونو فضا د «مينې، درناوي او د ښځې او مور له تکريم» څخه ډکه وي.

دیوارنگاره میدان ولی‌عصر مزین به روز مادر شد - ایرنا

د کورنيو سربېره، «جوماتونه او مذهبي ځايونه» هم په دې مناسبت کې مهم رول لري. په ډېرو سيمو کې ځوانان له څو ورځو وړاندې د سينګار، څراغاني کولو، د فضا جوړونې او د کلتوري او مذهبي پروګرامونو د برابرولو لپاره، جوماتونو ته ځي او يو خوښمن او د خوشحالۍ معنوي فضا رامنځته کوي. سږنی شور يوازې ايران پورې محدود پاتې شوی نه دی، بلکې عراق ته هم غځېدلی دی. د نجف په ښار کې، د حضرت علي (ع) په سپېڅلي حرم کې د حضرت زهرا (س) پراخه صحن، د خدمتګارانو او خلکو په ګډون سره سينګار شوی او ټاکل شوې چې د مور د ورځې په رارسېدو سره يو ستر جشن ترسره شي. دا یوځای نمانځنه، د «ايران او عراق د ملتونو کلتوري او مذهبي تړاو» څرګندوي. 

۹۹ پیام تبریک روز مادر و روز زن برای تمام زنان خانواده

 https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168298-  

captcha